پاکستاني رسنیو راپور ورکړی، چې پرون پنجشنه د پاکستان د پوځي رژيم د لومړي وزير شهباز شريف په مشرۍ د کابينې غونډه کې «تحریک لبیک پاکستان» يا (TLP) ګوند یې د ترهګرې ډلې په توګه اعلان کړی.

د پاکستان پوځي رژيم، ويلي، چې تحریک لبیک پاکستان په ترهګریزو او تاوتریخوالو فعالیتونو کې لاس لري او له همدې امله یې د ترهګرو په لیست کې شامل کړی.

تحريک لبيک ګوند وروسته له هغې د ترهګرې ډلې په توګه اعلان شو، چې د روانې مياشتې د اکتوبر په ۹مه یې له لاهور ښار څخه د خپل مشر سعد رضوي په مشرۍ غزه کې د اسرائیلي رژيم د جنايتونو او جګړې پر ضد لاريونونه پيل کړل.

پاکستاني پوځي رژيم د تحريک لبیک د لاريونونو له پيل وروسته په ډېر وحشت په پنجاب او لاهور کې په دې لاریونونو بريدونه وکړل او ۳زره شاوخوا کسانو ته یې مرګ‌ژوبله واړوله.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version