شېر کړئ Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp د لیتوانیا پوځ ادعا کړې، چې دوه روسي جنګي الوتکې د پنجشنبې په ورځ د دې هېواد هوایي حریم ته ننوتي دي.د نړیوالو رسنیو د راپورونو له مخې، روسي الوتکې د ۱۸ ثانیو لپار د دغه هېواد حریم ته ننوتي چې د ناټو جنګي الوتکو له خوا تعقیب شوي هم دي. ویل شوي، دغه الوتکې چې یوه یې «سوخو-۳۰» او بله یې «ایلیوشین-۷۸» ده، د روسیې له کالینینګراد څخه را الوتې وې.له بل لوري، روسي چارواکو د لیتوانیې د پوځ دې اعا ته کوم غبرګون نهدی ښودلی؛ خو تر دې وړاندې یې ورته ادعاوې رد کړې دي.