د پاکستان تحریک انصاف ګوند چارواکو ویلي، چې په دغه هېواد کې یې د پراخو ولسي لاریونونو لپاره مشورتي ناستې پیل کړې دي.

د راپورونو له مخې دا لاریونونه به د «ازادي یا مرګ» تر شعار لاندې ترسره شي.

ویل شوي، د دغو لاریونونو ته د چمتووالي په لړ کې د خیبر پښتونخوا وزیر اعلی سهیل افریدي لپاره یو ځانګړی کانټینر هم چمتو شوی دی.

د پاکستان تحریک انصاف ګوند د خپل زنداني مشر عمران خان خوشې کېدل غواړي او وړاندې یې هم په همدې پار پراخ لاریونونه کړي دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version