د بهرنیو چارو وزارت د عامه اړیکو رئیس حافظ ضیاء احمد تکل ویلي، ‏د دوحې پروسې د خصوصي سکتور د کاري ډلې درېیمه ناسته کابل کې په حضوري او انلاین بڼه د یوناما په کوربه‌توب ترسره شوه.

نوموړې زیاته کړې، چې دې ناسته کې د افغانستان د بهرنیو چارو، مالیې، صنعت او سوداګرۍ، اقتصاد، کار او ټولنیزو چارو وزارتونو او د افغانستان بانک د استازو د ګډون سربېره د ملګرو ملتونو اړوندو ادارو، نړیوالو او سیمه‌ییزو سازمانونو، د ګڼو هیوادو استازو او متخصصینو ګډون درلود.

د ښاغلي تکل په وینا، ناسته په دوو برخو ویشل شوې وه، چې لومړۍ یې د ودې او شمولیت او دویمه یې د همږغۍ او شفافیت پر موضوعاتو متمرکزه وه.

غونډه کې د ا.ا استازو خپلې لاسته راوړنې شریکې کړې او ګډونوالو د خصوصي سکټور د ملاتړ په برخه کې د همکارۍ پر دوام او لا زیاتې همغږۍ ټینګار کړی دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version