د کانونو او پټرولیم وزارت په يوه خبرپاڼه کې وايي، چې د تخار ولایت په چاه اب ولسوالۍ کې یې د سمتي په نوم د سرو زرو کان د لومړني بلاک د کېندلو عملي چارې پیل کړې دي.

سرچينه وايي، د یاد وزارت سرپرست وزیر ملا هدایت الله بدري ویلي، چې د دې کان د چارو له پیل سره به ډېرو کسانو ته کاري فرصتونه هم برابر شي او پر دې سربېره به د کاني‌ موادو پروسس هم په کور دننه ترسره شي.

د وزارت د خبرپاڼې له مخې ښاغلي بدري همدا راز د سيمې له خلکو سره په کتنه کې هغوی ته ډاډ ورکړی چې د پراخې کاري زمينې برابرولو ترڅنګ، د کانونو د عوايدو يوه برخه د سيمې د سړکونو په رغولو ولګوي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version