سپینې ماڼۍ د‌ پاکستاني رسنيو هغه راپورونه په کلکه رد کړل، چې ګواکې د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پلان لري چې په سپټمبر مياشت کې اسلام اباد ته سفر وکړي.

پاکستاني رسنيو پرون ورځ راپورونه ورکړي و، چې ټرمپ به د روان کال سپټمبر مياشت کې لومړی پاکستان او له هغه وروسته به هند ته ولاړ شي.

د يادو راپورونو په اړه د سپینې ماڼۍ یوه لوړ پوړي چارواکي ويلي:«پاکستان ته د ولسمشر ټرمپ سفر نه دی پلان شوی.»

ياده دې وي، چې وروستی امریکایي ولسمشر چې پاکستان ته یې سفر کړی و، جورج ډبلیو بوش و، چې په ۲۰۰۶ کال کې راغلی و.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version