د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت وايي، په روان کال کې یې څه باندې ۸۰ زره موټرونه ثبت کړي دي او دغه لړۍ اوس هم روانه ده.

له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د ترانسپورتي خدمتونو تنظیم او عرضې ریاست له لوري په روان ۱۴۰۲ل کال کې د ترانسپورتي اسنادو وېش او احصایوي شمېرو راټولولو په موخه څه باندې ۸۰ زره مسافر وړونکي، بار وړونکي او ټکسي موټر ترانسپورتي سیستم کې ثبت شوي.:«د موټرونو د ثبت لړۍ په عادي شکل روانه ده، چې هره ورځ په منځني ډول تر ۳۰۰ موټرونه ثبتېږي.»

د ترانسپورت وزارت په یوې بلې خبرپاڼه کې ویلي، د غزني ترانسپورت تنظیم ریاست له لوري د ترافیکي پېښو مخنیوي او موټر چلوونکو ته د لازمو اسانتياوو رامنځته کولو په موخه له موټرو څخه د لایزري او غیر معیاري څراغونو بدلولو لړۍ روانه ده.

یاده پروسه چې د ترافیکو ریاست سره په گډه همکارۍ مخته روانه ده د ترافیکي پېښو په کموالي کې به د پام وړ مرسته وکړي.

که څه هم د ترافیکو ریاست په بیا بیا له موټر چلوونکو غواړي چې په خپلو موټرونو کې دې لایزر او لوړ هارن نه لگوي، خو د کابل په گډون د هېواد په گڼو ولایتونو کې لا هم په گڼو موټرونو کې لایزر لگېدلي او هم نامناسب هارنونه لگولي دي.

د کورنیو چارو وزارت تېره اوونۍ له ټولو موټر چلوونکو غوښتي وو، چې په شخصي موټرونو کې دې دولتي هارنونه نه لگوي؛ گنې له سخت قانوني چلند سره به مخ شي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version