په فراه کې گاونډيو هېوادونو ته د (۱۴) لکه ډالرو په مالي لگښت د کبانو د ښکاري تور (جال) توليدي شرکت خپلې چارې رسماً پيل کړې.
د فراه د ولایت مقام څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، په دغه شرکت ۱.۴ مېلیونه امریکايي ډالر لگښت راغلی، چې تولیدات به یې گاونډیو هېوادونو ته صادرېږي.
د فراه د صنعت او سوداگرۍ رئیس شمسالحق اجمل وايي، په دغه شرکت کې اوسمهال ۱۳۰ تنه کار کوي او تر راتلونکو شپږو میاشتو پورې به یې د کارکوونکو شمېر ۱۰۰۰تنو ته ورسېږي.
دی زیاتوي، په فراه کې اوسمهال بېلابېلې کارخونې او شرکتونه فعال دي، چې په بېلابېل توکي جوړوي او هممهاله یې سلگونه کسانو ته د کار زمینه برابره کړې ده.
د کبانو د ښکاري تور جال شرکت مسوول عبدالمالک نورزی وايي، له دې وړاندې یې په ایران کې فعالیت کاوه؛ خو د اسلامي امارت په بریالیتوب سره په هېواد د پانگه اچونې زمینه برابره شوې ده؛ ځکه یې خپل فعالیت له ایران څخه فراه ته راولېږداوه.
په دغه شرکت کې کارکوونکي هم خوښ دي، چې هم په خپل هېواد کې کار کوي او هم د ورځې یوه څه اندازه پیسې پیداکولی شي.
د اقتصادي چارو کارپوهان وايي، که افغان حکومت سوداگرو ته ۲۴ ساعته برېښنا او د ژوند اسانتیاوې ورته برابرې کړې؛ نو لرې نه ده چې په هېواد کې زرگونه پانگهوال پانگونه وکړي.