د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت وايي، په کوټه کې د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت اړوند افغان ترانسپورتي اتشې له لوري پاکستاني موټرو، موټر چلوونکو او کلینرانو ته د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوه اړخیزو سوداگریزو توکو د لېږد رالېږد په بار د لندمهاله داخلېدو سند (TAD) وېشلو لړۍ پیل شوه.
یاد وزارت ویلي، د یادولو وړ ده، چې په پېښور کې د افغان ترانسپورتي اتشې له لوري یوه میاشت وړاندې د یادو سندونو د وېش لړۍ پیل شوې، چې تر دې مهاله ۴۵۰ باروړوونکو موټرو ته وېشل شوي دي.
پاکستاني موټر چلوونکو ته داسې مهال د (TAD) ورکولو لړۍ پیل شوې، چې پاکستان د افغان موټر چلوونکو پر وړاندې تر اوسه هم شته خنډونه لرې کړې نه دي.
پاکستان تېره اوونۍ د افغانستان په تازه مېوو بندیز ولگاوه، چې له امله یې په تورخم او سپینبولدک کې لا هم زرگونه موټرونه بند پاتې دي او مېوې پکې د ورستېدو له گواښ سره مخ دي.
پاکستاني موټر چلوونکي له تېرو دوو کلونو راهیسې د افغانستان له خاورې تاجیکستان، ازبېکستان او ترکمنستان ته سوداگري کولی شي؛ خو افغان سوداگرو ته لا هم د گوادر او کراچۍ بندرونو لارې تړلې دي.