د احصایې او معلوماتو ملي اداره وايي، په تېره غبرگولي میاشت کې د څه‌باندې ۹۳ مېلیونه ډالرو په ارزښت صادرات شوي دي.

له یادې ادارې څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د احصايې او معلوماتو ملي ادارې د هېواد په کچه د ۱۴۰۳ کال د غبرگولي مياشتې د صادراتو او وارداتو اړوند ارقام راټول او تحليل کړي دي. د دې ارقامو له مخې په ياده مياشت کې د هېواد په کچه د صادراتو ټول ارزښت ۹۳٬۳ مېليون ډالر او د وارداتو ټول ارزښت ۹۰۰٬۹ مېليون ډالرو ته رسېږي.: «د ۱۴۰۳ کال په غويي مياشت کې د هېواد د صادراتو ټول ارزښت ۱۰۴٬۶ مېلیون ډالره و. د ارقامو تحلیل ښيي چې د ۱۴۰۳ کال په غبرگولي میاشت کې د صادراتو ارزښت د همدې کال د غويي مياشتې په پرتله ۱۱٬۳ مېليون ډالره کموالی لري.»

د خبرپاڼې له مخې، په غويي میاشت کې د هېواد د وارداتو ارزښت ۹۵۰٬۵ مېلیون ډالرو ته رسېده، چې د روان کال په غبرگولي مياشت کې د ۴۹٬۶ مېلیون ډالرو په ارزښت کموالی پکې راغلی دی.: «د ۱۴۰۳ کال په غبرگولي میاشت کې تر ټولو زيات صادرات پاکستان، هند او ایران ته او تر ټولو زیات واردات بیا له ایران، پاکستان او چین څخه شوي دي.»

د یادونې وړ ده، چې صادراتو کې صادرات او بياځلي صادرات شامل دي او په وارداتو کې ټول محصولي او غير محصولي واردات حساب شوي دي.

افغانستان په صادراتو کې ډېره برخه وچه او تازه مېوه، قیمتي او نیمه قیمتي ډبرې، طبي بوټي او کاني توکي دي؛ خو له نورې نړۍ د ژوند ټول اړین وسایل واردوي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version