د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت وایي، د دې وزارت سرپرست ملا حمیدالله اخندزاده په کابل کې د ترکمنستان له سفير خواجه عوضوف سره کتلي.
د یاد وزارت په وینا، په دې لیدنه کې د دوه اړخیزو ټرانسپورټي اړیکو پر پیاوړتیا، د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو توکو د لېږد رالېږد پر ډېروالي او افغان موټرچلوونکو ته د ویزو د ورکړې پر اسانتياوو خبرې شوې دي.
د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت سرپرست ویلي، چې په افغانستان کې تر بل هر وخت دا زمينه برابره ده، چې د کابل او عشقاباد ترمنځ همکاري لا زیاته او پراخه شي.
له بل لوري د ترکمنستان سفیر په دې لیدنه کې ویلي، چې هېواد یې غواړي په بېلابېلو برخو، په ځانګړي ډول ټرانسپورټي برخه کې له افغانستان سره خپلې همکارۍ لا پیاوړې کړي.