د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت وایي، د دې وزارت سرپرست ملا حمیدالله اخندزاده په کابل کې د ترکمنستان له سفير خواجه عوضوف سره کتلي.

د یاد وزارت په وینا، ‏په دې لیدنه کې د دوه اړخیزو ټرانسپورټي اړیکو پر پیاوړتیا، د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو توکو د لېږد رالېږد پر ډېروالي او افغان موټرچلوونکو ته د ویزو د ورکړې پر اسانتياوو خبرې شوې دي.

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت سرپرست ویلي، چې په افغانستان کې تر بل هر وخت دا زمينه برابره ده، چې د کابل او عشق‌اباد ترمنځ همکاري لا زیاته او پراخه شي.

له بل لوري د ترکمنستان سفیر په دې لیدنه کې ویلي، چې هېواد یې غواړي په بېلابېلو برخو، په ځانګړي ډول ټرانسپورټي برخه کې له افغانستان سره خپلې همکارۍ لا پیاوړې کړي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version