په ترکمنستان کې د افغانستان د سفارت چارسمبالي فضل محمد صابر د اروپا د امنیت او همکارۍ سازمان له نوي رئیس او سفیر ویلیام‌لیف سره کتلي.

یاد سفارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په دې کتنه کې له نړیوالې ټولنې سره د اسلامي امارت د لید او تعامل د پیاوړتیا له بحث سربېره د متقابلو اړیکو پر پیاوړتیا خبرې شوې دي.

د یاد سازمان رئیس ژمنه کړې، چې د افغانستان د اوسني سیاسي دریځ او پرمختګ په اړه به په خپلو اړوندو ناستو کې ګډونوالو ته معلومات ورکړي.

همداراز په دې کتنه کې افغانستان ته د یاد سازمان د غړو، د سفر په اړه هم خبرې شوې دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version