د عربي رسنیو د راپورونو لهمخې، د سوریې پلازمینې دمشق پر لویدیځې څنډې د صهیونیستي رژیم په هوایي برید کې شپږ سوري سرتېري شهیدان شوي.
ویل شوي، برید تېره ورځ د پلازمېنې دمشق لویدیځ په الکسوه سیمه کې پر یوه پوځي هډه ترسره شوی.
تر دې وړاندې په دغه سیمه کې د چاودنو خبر ورکړل شوی و، خو لامل یې نه و څرګند.
د سوریې حکومت تر دې مهاله په دې اړه کوم غبرګون نهدی ښودلی؛ خو تر دې وړاندې یې ورته بریدونه سخت غندلي.