له ترکیې څخه باخبره سرچینو ویلي، چې د استانبول د وروستیو مذاکراتو پر مهال افغان لوري خپل نظریات او غوښتنې له منځګړو سره شريک کړي دي.

سرچینې زیاتوي، چې د پاکستاني لوري غوښتنې له واقعي او منطقي چوکاټه بهر دي او د افغانستان له چارو سره هېڅ تړاو نه لري.

د پاکستاني پلاوي له لوري غوښتنه شوې، چې په پاکستان کې دې د ناامنۍ پېښې نه رامنځته کېږي، حال دا چې دغه ستونزه په خپله په هغه هېواد کې اوږده سابقه لري او بل هېڅ هېواد یې کنټرولولای نه شي.

سرچینې همداراز وایي، پاکستاني لوري افغانستان ته د پاکستاني طالبانو د انتقال غوښتنه کړې؛ خو دا غوښتنه نه د افغانستان له واقعیتونو سره اړخ لري، نه د ستونزې د حل ضمانت ورکوي او نه هم د سیمې د امنیت لپاره ګټوره ده.

پاکستاني لوری داسې مهال دا غوښتنه کوي، چې له یوې خوا پر افغانستان تور پورې کوي چې ګواکې «پاکستاني طالبانو» هلته پناه اخیستې، خو له بلې خوا بیا خپله غواړي چې همدغه کسان افغانستان ته انتقال شي.

افغان مذاکراتي پلاوي پاکستاني لوري ته ويلي، چې هېڅکله نه غواړي د نورو هېوادونو مسلې د ځان لپاره د سر درد وګرځوي او د سولې او ثبات غوښتونکی دی.

له بلې خوا بیا د افغان پلاوي معقولې غوښتنې چې له هغې ډلې يوه دا چې د پاکستان له خاورې او فضا څخه دې د بل هېواد یا داعش ډلې له لوري د افغانستان پر ضد استفاده نه کېږي، د پاکستان له لوري نه ده منل شوې.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version