عربي پوسټ، د الجزیرې شبکې څانګې راپور ورکړی، چې د ترکيې استانبول ښار کې د بهرنيو اسعارو درغلۍ يوې نړيوالې شبکې خلاف پيل شویو عملیاتو په ترڅ کې د نيول شویو کسانو شمېر ۲۰۱ ته رسېدلی، چې له اسرائيل سره تړاو لري.
سرچينې ويلي، دغه امنيتي عمليات د جمعې په ورځ د ۲۵ شرکتونو په ۴۰ کال سنټرونو او مالي دفترونو باندې په چاپو وهلو پیل شول چې په ترڅ کې يې لومړی ۱۹۱ او وروسته ۱۰ نور مشکوک کسان ونيول شول.
په نيول شویو کې ۹ اسراييليان، ۱۱ پاکستانيان او ۲۵ د عربي، اسيايي، اروپايي، افريقايي او لاتیني امريکا هېوادونو اتباع دي.


