د اوبو او انرژي وزارت د اوبو مرستیال، مجیب‌الرحمن عمر اخندزاده له ترکي پانګوالو او د دغه هېواد «عوفي بهرام» شرکت له رئيس سره لیدلي دي.

د یاد وزارت په وینا، دواړو لورو په افغانستان کې داوبو په برخه کې د بنسټیزو پروژو د پلي کولو په برخه کې د پانګونې فرصتونو او د ترکي شرکتونو پر ګډون خبرې کړې دي.

ښاغلي اخندزاده په دې لیدنه کې ترکیي پانګه‌والو ته د کابل – پنجشیر د اوبو لېږد پروژه، د للندر شاتوت بند پروژه او څو نورې مهمې هغه د پانګونې په موخه وړاندیز کړې دي.

ورته مهال ترکي پانګوالو همکاري ته لېوالتیا ښودلې او زیاته کړې یې ده، چې په افغانستان کې د اوبو برخه کې د پروژو پلي کولو، پانګونې او مشارکت ته بشپړ چمتووالی لري.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version