د کورنیو چارو وزارت ویاند، مفتي عبدالمتین قانع وایي، چې کندهار کې د پولیسو له روزنیز مرکز څخه ۴۷۰ پولیس د یو لړ مراسمو په ترڅ کې فارغ شول.

ښاغلي قانع زیاته کړې، چې دغو پولیسو ته په عقیدوي او مسلکي برخو کې لنډمهاله روزنه ورکړل شوې وه.

‏یاده دې وي، چې تر دې وړاندې هم د پولیسو له روزنیزو مرکزونو زرګونه سرتېري فارغ او په دندو ګومارل شوي دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version