د ترکیې د کورنيو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې ترکي پولیسو پرون د دغه هېواد په اغري ښار کې ۳۰ تنه افغان کډوال او ۴ تنه قاچاق کوونکي د یوې لارۍ له چک کولو وروسته نیولي دي.

همدا راز پوليسو په دغه ښار کې له يو وران شوي کور څخه د ٢٩ افغان او يو پاکستاني پناه غوښتونکي د نيولو خبر ورکړی.

همدا راز د ترکيې د کورنيو چارو وزارت وېلي چې په دې وروستيو کې یې د ياد هېواد په بېلابېلو سيمو کې د ګډو عملياتو په ترڅ کې له یو زرو ۶۰۰ زیات پناه غوښتونکي نیولي دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version