د افغانستان برښنا شرکت وایي، د ترکي (NKY) شرکت غواړي افغانستان کې د برښنا تولید تاسیساتو پر بیارغونې او له خځلو څخه د برېښنا تولید برخو کې پانګونه وکړي.
د یاد شرکت رئیس ملا عبدالحق همکار (NKY) شرکت مسوولینو سره خبرو کې ویلي، چې افغانستان کې د برښنا په ګډون ګڼو رغنیزو پرمختیايي برخو کې پراخې اسانتیاوې شته او پانګهوال کولای شي په ډاډه زړه پانګونې وکړي.
د یادونې ده چې تېرو نږدې پنځو کلونو کې هېواد کې د برښنا او تجهیزاتو تولید برخو کې ګڼو نړیوالو او ملي پانګوالو پانګونې کړي، چې دا مهال د پراختیا په حال کې دي.


