Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»تورې څېرې»تر عطامحمد نور وروسته عزیز بارز: صالح د چا استازی نه دی، مبهم، غیر ملي او مرموز کس دی
    تورې څېرې

    تر عطامحمد نور وروسته عزیز بارز: صالح د چا استازی نه دی، مبهم، غیر ملي او مرموز کس دی

    صابر افغانصابر افغان24 دسمبر 2024څرگندونې نشته4 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    په دې وروستیو کې د بهرمېشتو جبهو او بېلابېلو جریانونو ترمنځ د اختلافاتو له ډېرېدو او دغه راز په پرله پسې ډول تر بېلابېلو عنوانونو لاندې د نویو جوړښتونو د رامنځته کېدو تر ماتې وروسته، د تېر پرځېدلي جمهوریت له کاره لوېدلې، فلج، مفسدې او بهر ته تښتېدلې مهرې د دې په لټه کې دي، چې ګواکې د جمهوریت د بیا را ژوندي کېدو تر نوم لاندې بهرنۍ پروژې واخلي او په دې سره په افغانستان کې د ګډوډۍ د رامنځته کولو په موخه له بهرنیو هېوادونو او استخباراتي ادارو په دې نوم پیسې او اجنډاوې واخلي.

    دا بحث وروسته له هغې ګرم شو، کله چې د تېر پرځېدلي جمهوریت پر مهال د ارګ لومړی مرستیال او د سي آی اې پخوانی جاسوس امرالله صالح د امریکا د کانګریس د یوه غړي له لوري په ټولنیزو رسنیو کې امریکا ته دعوت شو. صالح چې اوس‌مهال د مقاومت په نوم له خپلمنځي درزونو او اختلافاتو سره مخ جبهې د رهبرۍ غړی هم دی او په تاجکستان کې له تېرو کابو دریو کلونو راهیسې مېشت دی، پر دې هم یقیني شوی چې د مقاومت جبهې ترڅنګ په بهر کې د نورو رامنځته شویو جبهو ترمنځ درز او اختلافات دومره شدید دي، چې د بېرته جوړېدو امکان یې لېرې برېښي. له همدې کبله نوموړی اوس د یو بل څه په لټه کې دی، هغه غواړي دا ځل چې د تېر جمهوریت له نیم کاره او تاریخ تېرو پرزو او مهرو یو څه جوړ کړي او په دې سره پرې خپلو بهرنیو ملاتړو ته د پیسو او پروژو د ترلاسه کولو لپاره دوکه ورکړي.

    په همدې موخه، صالح د تېرې جمهوري ادارې بهر ته تللې ځینې مهرې هڅولي چې امریکا ته تر سفر لاندې یې په ټولنیزو رسنیو کې ملاتړ وکړي، د مشورو او سلاوو په نوم ورته لیکنې وکړي او د دې کار په بدل کې به د ممکنه جمهوریت د جوړېدو پر مهال ورته څوکۍ ورکړي. د دې کار لپاره تازه د تېر جمهوریت پرمهال د داخلې وزارت چارواکي او دغه راز په ټولنیزو رسنیو کې د جمهوریت مدافع نجیب ننګیال راودانګل؛ نوموړي د خپل همېشني عادت له مخې صالح ته د مشورې په نوم له چاپلوسۍ، تناقضاتو، ناممکنو او خیالي سپارښتونو تر نوم لاندې لیکنه خپره کړه. ننګیال په دې لیکنه کې صالح د ولسمشر برحاله لومړی مرستیال بللی دی او ترې غوښتنې یې دي چې هڅه دې وکړي چې جمهوریت بېرته ورغوي؛ صالح هم د دې لیکنې هرکلی کړی او دا یې شهکار وباله.

    خو دې لیکنې اوس د صالح د جالې د یو شمېر پخوانیو او اوسنیو سپرو توندې نیوکې او غبرګونونه راپارولي دي. د دغو کسانو له ډلې یو یې هم د مقاومت په نوم شوری د بهرنیو اړیکو د کمېټې چارواکی عزیز بارز دی. بارز دا لیکنه او په لیکنه کې صالح ته شوې سپارښتنې له تناقضاتو ډکې، بې معنی، غیرسیاسي او غیر منطقي بللي دي او لیکوال یې د دې لیکنې له کبله په چاپلوسۍ او له مبالغې ډک توصیف تورن کړی دی. د بارز په خبره: « دا تناقضات دا په ډاګه کوي، چې د لیک لیکونکي په چاپلوسۍ سره هڅه کړې چې صالح د ریاست جمهورۍ لومړی مرستیال معرفي کړي، په داسې حال کې کارنامه یې بیا د دې خلاف څه ثابتوي. هغه (صالح) د معاملې او د نظام د سقوط دویم کس و، چې په هغه اړوند یې له خلکو هېڅ دول بښنه نه ده غوښتې».

    بارز دغه راز زیاته کړې، چې امرالله صالح نه د ولسمشر برحاله مرستیال دی او نه هم د چا استازی دی، بلکې دی د «روند سبز» مشر او پخوانی سیاستمدار دی. نوموړي همدارنګه د امرالله صالح تېر ژوند او کړنې هم د جدي پوښتنې وړ بللي او هغه یې یو غیر ملي او مرموز کس بللی دی. هغه د جمهوریت بیا جوړېدل هم تش شعار بللی او په دې چارې یې ملنډې وهلي دي.

    دا یواځې بارز نه دی، بلکې د هغه په څېر د امرالله صالح ډېر پخواني او اوسني ملګري او جالې سپاره، هغه مرموز، معامله ګر او بې باوره کس بولي. تر دې وړاندې د مقاومت د عالي شوری په نوم ټلوالې د رهبرۍ غړي هم پر صالح ملنډې وهلې وې، هغه یې «چکچکي» او «ذوق زده» بللی و. له دې ښکاري چې د امرالله صالح، د هغه د ګوند «روند سیز» او دغه راز د پرځېدلي جمهوریت د یوې شمېر ناکاره او فلج مهرو دا تازه هڅه سر له اوسه ناکامه ده او دا هڅه به هم د تېر نورو ټلوالو، جبهو او بهیرونو په څېر د خپلمنځي اختلافاتو او درزونو ښکار کېږي او په هماغه برخلیک به اخته کېږي. امرالله صالح به ښايي امریکا ته سفر وکړي، خو دا سفر به یې هم د نورو هڅو په څېر ناکام، بدنام او بې ګټې وي.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهاسرائیل په رسمي ډول د شهید اسماعیل هنیه د ترور پړه ومنله
    راتلونکي مقاله د اقتصادي معاونيت درې مياشتنی راپور؛ په اقتصادي برخه کې بېلابېل پرمختګونه شوي دي

    مربوطه لیکنې

    د مسعود د کورنۍ پروژه یي سیاستونه او محروم پنجشیري وګړي

    11 جولای 2026

    د سوداګريزو تعرفو پر مټ د چين تسليمول؛ د ټرمپ هغه خوب او خيال چې رښتيا نه شو

    12 مې 2026

    محمد محقق؛ د پاکستاني ګټو سپین سترګی مبلغ

    9 اپریل 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    افغانستان 18 جولای 2026

    خوست کې د حرفوي غلو یو مشر له وسلو، مهماتو او نشه‌يي توکو سره نیول شوی

    د کورنیو چارو وزارت په یوه خبر پاڼه کې ویلي، چې د خوست ولایت د…

    دفاع وزارت وايي، تېره یوه میاشت کې یې لسګونه قاچاقي توکي او ۱۶ قاچاقبران نیولي

    18 جولای 2026

    نږدې یو میلیون افغانان د غالیو په صنعت بوخت دي

    18 جولای 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    خوست کې د حرفوي غلو یو مشر له وسلو، مهماتو او نشه‌يي توکو سره نیول شوی

    18 جولای 2026

    دفاع وزارت وايي، تېره یوه میاشت کې یې لسګونه قاچاقي توکي او ۱۶ قاچاقبران نیولي

    18 جولای 2026

    نږدې یو میلیون افغانان د غالیو په صنعت بوخت دي

    18 جولای 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،171 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،113 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،229 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.