https://hindukushpa.com/wp-content/uploads/2024/08/VID-20240805-WA0106.mp4

یوې امنیتي سرچینې هندوکش‌غږ ته ویلي، نن سهار ۸:۳۰ بجې د شر او فساد ډلې دوه غړي د امنیتي ځواکونو له لوري وژل شوي او یو یې ژوندی نیول شوی دی.

د یادې سرچینې په خبره، دوی غوښتل چې په سیمه کې شته امنیت اخلال او په هېوادوالو کې وېره خپره کړي، خو د پروان د استخباراتو ځواکونو د یو کشفي راپور پر بنسټ د بگرام ولسوالۍ اړوند د خانقاه په کلي کې کشف کړل او عملیات یې پرې وکړل، چې له امله یې درېیو تنو ته مرگ‌ژوبله واوښتله.

د سرچینې په خبره، میلاد د حاجي محی الدین زوی د نورو په لمسون غوښتل چې د پروان د بگرام په ولسوالۍ کې خپل موجودیت اعلان کړي او په سیمه کې شر و فساد جوړ کړي، خو د پروان د استخباراتو ځانګړو ځواکونو سملاسي د دوی پر ضد عملیات وکړل، چې په پایله کې دوه تنه ووژل شول، یو یې ژوندی ونیول شو، یو راکټ لانچر، دوه میله کلاشینکوفونه او د شپې دوربین هم د امنیتي ځواکونو لاسونو ته ورغلي دي.»

سرچینه زیاتوي، په دې عملیاتو کې افغان امنیتي ځواکونو ته کوم زیان نه دی اوښتی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version