له کابله خپرېدونکې ورځپاڼې(مسیر) په خپله نننۍ سرلیکنه کې په منځني ختیځ کې د ایران او اسرائیلو ترمنځ د جگړې په احتمال بحث کړی دی.

ورځپاڼې لیکلي: دواړه هېوادونو د خپلو ستراتېژیکو او سیاسي گټو لپاره په یو کړکېچ کې ښکېل دي، چې هره شېبه د جگړې اور بلېدای شي.: «که چېرې دا جگړه پېښه شي، نو نه یوازې دا چې سیمه به له لویو ستونزو سره مخامخ کړي، بلکې نړیوالې ټولنې ته به یې اغېزې ورسېږي.

په دې ډول، افغان سرپرست حکومت ته په کار دي چې په دې حساسو حالاتو کې له ډېر دقت او هوښیارۍ سره خپل گامونه پورته کړي.»

د سرلیکنې له مخې، افغانستان په تېرو څو لسیزو کې له جگړو او بدمرغیو څخه ډېر ځورېدلی دی.

زموږ خلک د اوږدو کلونو جگړو، بې ثباتۍ او کډوالۍ له امله سخت زیانمن شوي دي. اوس چې په هېواد کې سوله راغلې او جگړې نه شته، موږ باید په ټول توان سره دا سوله وساتو.

په دې توگه، د افغان حکومت مسوولیت دی چې د منځني ختیځ کړکېچونو په اړه په سمه توگه پلټنه او څارنه وکړي او داسې پرېکړې وکړي چې زموږ د هېواد ثبات او امنیت ته زیان ونه رسوي.: «د ایران او اسرائیلو ترمنځ جگړه کولی شي د منځني ختیځ سیمه په بشپړه توگه نا ارامه کړي.

د جگړې له امله به گڼ‌شمېر بې‌گناه وگړي خپل ژوند له لاسه ورکړي، کورنۍ به بې‌ځایه شي او د سیمې اقتصاد به په لویه کچه زیانمن شي. دا وضعیت به په نړیواله کچه هم اغېزې ولري، ځکه چې منځنی ختیځ په نړیوالو چارو کې یو مهم رول لوبوي.

په دې برخه کې نړیواله ټولنه باید په منځني ختیځ کې د سولې هڅې چټکې کړي او د جگړې مخه ونیسي، تر څو دا سیمه د پراخې ناامنۍ او تباهۍ څخه وژغورل شي.»د سرلیکنې د لیکوال په باور، د دې ډول پېښو په وړاندې باید ډېر دقیق واوسو.

حکومت باید هغه پرېکړې وکړي چې د هېواد د ثبات او پرمختگ په موخه وي او داسې گامونه پورته نه کړو، چې بیا زموږ هېواد په جگړو او بې‌ثباتۍ کې ښکېل کړي.: «افغانانو په کافي اندازه ژوند په سختیو، جگړو او دربدریو کې تېر کړی دی او اوس یې دا امېد دی چې د هېواد په ثبات کې پرمختگ وکړي.

اوس چې افغانستان کې سوله راغلې او جگړې نه شته، زموږ مسوولیت دی چې دا حالت وساتو او د خپل هېواد د پرمختگ لپاره کار وکړو.

موږ باید په گډه د خپل یووالي، ثبات او پرمختللي افغانستان لپاره هڅې وکړو او داسې کړنې تر سره نه کړو چې زموږ هېواد ته بیا جگړې او بې ثباتۍ راولي.»

په سرلیکنه کې ویل شوي، د منځني ختیځ کړکېچونه زموږ سیمې ته لوی خطرونه راوړي.

د ایران او اسرائیلو ترمنځ د جگړې احتمال باید جدي ونیول شي او د افغانستان حکومت باید په دې حساسو شرایطو کې ډېر دقیق او محتاط وي.

زموږ هېواد باید د نورو جگړو له اوره خوندي وساتل شي او په ثبات کې خپل پرمختگ وکړي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version