د تهران ټایمز په نوم ایراني رسنۍ ویلي، چې د افغانستان او ایران د مرکزي بانکونو رئیسانو د دواړو هېوادونو ترمنځ د پولي او بانکي اړیکو د پراختیا په اړه هوکړه کړې ده.

یادې رسنۍ د ایران د مرکزي بانک د اعلامیې له مخې ویلي، چې دا هوکړه د روسیې په ایکاترینبورګ ښار کې د سایبري امنیت د غونډې په څنډه کې د دواړو رئیسانو په کتنه کې شوې ده.

بل‌خوا د افغانستان مرکزي بانک هم په یوې اعلامیې کې ویلي چې، د دغه بانک رئیس نور احمد آغا د یو شمېر هېوادونو د مرکزي بانکونو له رئيسانو او د نړیوالو مالي مؤسسو له استازو سره د همکاریو د پراختیا، د سایبري امنیت د نوې ټکنالوژۍ د تبادلې او دغه راز د ډيجیټلي بانکوالۍ د ترویج پر لارو چارو خبرې کړې دي.

د یادونې وړ ده چې، په تېرو دریو کلونو کې د افغانستان او ایران ترمنځ سوداګري د پخوا په پرتله د پام وړ ډېره شوې او همدا تېر ۲۰۲۴ کال دا سوداګریزه راکړه ورکړه نږدې څلور میلیاردو ډالرو ته لوړه شوه، دواړو خواوو د سوداګرۍ د لا پراختیا په موخه یو شمېر هوکړې هم کړي دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version