د روانې مياشتې په ۱۸مه او ۱۹مه نېټه د اتريش په پلازمېنه ويانا کې د ويانا پنځم په نوم يو کنفرانس ترسره شو چې د احمد مسعود او ياسين ضيا په ګډون يو شمېر مخالفو څهرو پکې ګډون کړی و.

دا کنفرانس د هيواد په دننه او بهر کې د ګڼ شمېر سياستوالو او مطرحو شخصيتونو له لوري له غبرګونونو سره مخ شو، تر دې چې بهر مېشتو د سرپرست حکومت مخالفينو هم دې کنفرانس ته منفي غبرګونونه وښودل.

د هندوکش غږ موندنې ښيي چې ياد کنفرانس ته له ترکيې څخه هم ځينې مهم مشران وربلل شوي وو، خو د دقيقو معلوماتو په اساس په ترکيه کې ورته د ساعتونو ساعتونو انتظار وروسته هم ويزې ورنه کړل شوې.

د سرپرست حکومت دې مخالفو مشرانو ته د ويزې د نه ورکړې علت نه دی معلوم، خو د تحليل‌ګرانو په وينا ځينې هغه کسانو چې له ناستې يوه ورځ مخکې ويانا ته ځانونه رسولي وو؛ په ترکيه کې مېشتو رهبرانو او مسؤولينو سره په رقابت او سيالۍ کې دي، نه يې غوښتل چې له ترکيه مېشتو کسانو څخه دې په دې ناسته کې څوک ګډون وکړي، دا کسان په دې مؤفق هم شول چې ياد کسان حاشيې ته کړي او ټول امتيازات د خپلو ځانونو او ډلو لپاره تر لاسه کړي.

د یادونې وړ ده چې، د ویانا په نوم پنځمه ناسته د پخوانیو سیاسیونو ترمنځ تېره چهارشنبه د اتریش په ویانا ښار کې پای ته ورسېده چې د تل په څېر یې پایله منفي او بې ارزښته وه. یاده ناسته د مطرحو رسنیزو، سیاسي او ټولنیزو فعالانو او شنونکو له‌خوا واک ته د ګرځېدنې بله ناکامه هڅه وبلل شوه.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version