د ننگرهار امنیتي مسوولین وايي، په تورخم ښارگوټي کې د تورخم کمېسارۍ اړوند د تگ راتګ د کنټرول او کشف امریت منسوبینو هغه تن نیولی، چې غوښتل یې په جعلي وېزې سره د فرضي کرښې دې خوا را واوړي.: «نيول شوی تن د مومندرې ولسوالۍ په امنیې قوماندانۍ کې تر پوښتنو لاندې دی چې عدلي او قضايي ارگانونو ته به د قانوني اجرااتو په موخه ور وپېژندل شي.»
په خبرپاڼه کې نه دي ویل شوي، چې نیول شوی د کوم ځای دی او د کومې موخې لپاره افغانستان ته راغلی و.
د تورخم په ښارگوټي کې وخت نا وخت د افغان امنیتي ځواکونو له لوري گڼ چاوېدونکي توکي، وسلې، گرځنده موبایلونه او نور ناقانونه توکي نیول کېږي، چې د پاکستان له لوري افغانستان ته د ورانکارۍ لپاره راوړل کېږي.
خو تر اوسه د نیول شوو کسانو علني محاکمه د رسنیو پر وړاندې نه ده شوې.
د تورخم څخه په یوه بل خبر کې ویل شوي، چې د کډوالو وزارت له لوري په تورخم کې د عمري پنډغالي لپاره ۲ نوي امبولانسونه، ۲ پیکاپ موټرې او ۲ عرادې مازدا موټرې ورکړل شوي دي.: «دا اته عرادې وسايط چين له لوري مرسته شوي وو، چې په بېلابېلو برخو کې به ترې گټه واخيستل شي.»
د افغان راستنېدونکو کډوالو لپاره په تورخم کې د عمري په نامه یو پنډغالی د جوړېدو په حال کې دی، چې تر اوسه یې کارونه بشپړ شوي نه دي او لا یې هم رغنیز کارونه روان دي.