د راپورونو له مخې د تحرير الشام ځواکونو په لاس د سوريې د مهم ښار «حلب» له نيولو راوروسته لا هم د دوی پرمختګونه روان دي او د بشار الاسد له رژيم څخه یې د « تل رفعت » ښار په ګډون ډېر شمېر نور مهم او ستراتيژيک ځايونه نيولي دي.

د يادو ځواکونو له لوري په تېرو ۴۸ ساعتونو کې د نيول شويو مهمو ځايونو له ډلې د حلب نړيوال هوايي ډګر، د نيرب پوځي ډګر، د کويرس پوځي ډګر، د ابو الظهور پوځي ډګر، او د منغ عسکري ډګر دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version