د کورنیو چارو وزارت ویاند مفتي عبدالمتین قانع ویلي؛ چې له هرات ولایت څخه یو ماشوم چې شاوخوا یو کال وړاندې د انسان تښتونکو له‌خوا تښتول شوی و، د امنیتي ځواکونو له پرله پسې هڅو وروسته ازاد او خپلې کورنۍ ته وسپارل شو.

د ښاغلي قانع په وينا، دغه ماشوم د تښتوونکو له خوا تر تښتول کېدو وروسته پاکستان ته لېږدول شوى و، چې افغان امنيتي ځواکونه وتوانېدل چې له پراخو، همغږو او پرله پسې عملياتو وروسته د تښتوونکو له منګولو ازاد او هېواد ته يې راستون کړي.

همدارنګه د هرات ولايت د انجيل ولسوالۍ امنیه قوماندان مولوي محمد حسن احسان ويلي؛ چې د دغې پيښې په اړوند دوه تنه نيول شوي چې ترې په دې پېښه کې د ښکېلو نورو کسانو دپيژندلو لپاره پلټنې روانې دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version