د دې هېواد د رسنیو د راپورونو له مخې، د باکو د لویو جرمونو محکمې د یوه افغان په اړه چې نوم یې فوزان موسی خان ښودل شوی، نن چهارشنبې خپله پرېکړه اعلان کړه او هغه یې پر لس کاله بند محکوم کړ.

د اذربایجان د ملي امنیت ادارې په خپله ویبپاڼه کې په یوه خپره شوې ویډیو کې ویلي چې، موسی خان شاوخوا یو کال مخکې د دې هېواد په پلازمېنه باکو کې د یوې تروریستي حملې د پلانولو په تور د دې هېواد د استخبارتي ځواکونو له‌خوا نیول شوی و.

د یادونې وړ ده چې نوموړی وروسته له هغې نیول شوی چې له یو شمېر کسانو سره یې د وسلې د ترلاسه کولو په موخه اړیکې ټینګې کړې وې.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version