د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي، په تېره یوه اونۍ کې څه باندې ۳۵ زره افغان کډوال له ګاونډیو هېوادونو افغانستان ته راستانه شوي دي.

د دغه وزارت ویاند زیاتوي، چې اوسمهال په هېوادونو کې د افغان کډوالو د ستونزو د هواري لپاره خبرې روانې دي.

په ورته وخت کې یو شمېر افغان کډوال په ګاونډیو هېوادونو کې له شته ننګونو شکایت کوي او له اسلامي امارت د دغو ستونزو د هواري غوښتنه کوي.

خو؛ د ياد وزارت د وياند په خبره دوی له ګاونډيو هېوادونو سره په دې اړه تل اندېښنه شريکه کړې او د کډوالو د نه زورولو او نيولو غوښتنه یې مطرح کړې.

د يادونې وړ ده چې د کډوالو ستونزو ته د رسېدو په موخه د اسلامي امارت په کچه کميسيون جوړ شوی، او په دې اړه په هر ولايت کې ولايتي کميټې فعالې دي، او د کډوالو او راستنېدونکو ستونزو ته رسېدنه کوي

ځواب پریږدئ

Exit mobile version