خبر:

د بشري حقونو د څار بنسټ په خپل تازه راپور کې ویلي، چې د طالبانو له خوا په منځنۍ او ثانوي دورو کې د نجونو پر زده کړو په بندیز سره په سیستماتیک ډول د ښځو پر حقونو به بریدونه کوي او دا چاره په اوږد مهال کې د افغانستان پوهنې بهیر او خلکو ته زیان رسوي.

په دې راپور کې ویل شوي، چې دغه بندیز د افغانانو د ژوند پر ټولو برخو اغېزه کړې، چې په وحشتناک ډول به په ټولنیز، انکشافي او اقتصادي برخو کې ددغه هېواد د راتلونکې لپاره عواقب ولري.

په دې راپور کې ویل شوي چې دا زیان د هرې ورځې په تېرېدو سره مخ په زیاتېدو دی، چې پر نجونو د زده کړو د دغه بندیز دوام به افغانستان ته په مختلفو برخو کې زیان ورسوي او د مسلکي ښځینه کدرونو له جدي ستونزې سره به یې مخ کړي.

تبصره:

په افغانستان کې د نظام په بدلون سره، له ډېر لږ ځنډ وروسته د نورو سیستمونو په څېر ښوونیز سیستم هم فعال شو او ان د پخوا په پرتله یې کیفیت او نظم ته پاملرنه ډېره شوه؛ ښوونځي ژر بېرته پیل شول، پوهنتونونه بېرته ژر پیل شول او ان ښځینه هم په پیل کې تر یوې مودې پورې زده کړو ته تللای شوای، خو د افغانستان له دیني او فرهنګي ارزښتونو سره نصاب او ځینو نورو مسایلو د ټکر له کبله د نجونې لوړې زده‌کړې او دغه راز له شپږم ټولګي پورته د ښوونځيو د نجونو تعلیمي بهیر د یوې مودې لپاره وځنډول شو.

خو له پورته ستونزو سره سره، تر شپږم ټولګي پورې د نجونو زده‌کړې او دغه راز تر دوکتورا کچې پورې د نارینه وو زده کړو بهیر په منظمه توګه روان دی.

په افغانستان کې د دننه د ماسترۍ او دوکتورا څو پروګرامونه نور هم ډېر شوي، په ډېریو ولایتونو کې پوهنتونونو کې نوې پوهنځۍ پیل شوې او د هغو استادانو د کمود ستونزه هم حل شوه چې د تېرې ادارې د سقوط له کبله له هېواده وتلي وو.

د دې ترڅنګ د پوهنتونو د کیفیت د کچې لوړولو ته هم د پام وړ کار شوی، نصاب اصلاح شوی، د علمي کادرونو د ظرفیت لوړونې لپاره د پام وړ ګامونه اوچت شوي، د پوهنتونونو او نورو علمي مرکزونو د استادانو، د ښوونځیو د ښوونکو او دغه راز نورو اداري کارکوونکو معاشونه او امتیازات پر خپل وخت ورکول شوي او ډېر نور مهم او اساسي کارونه شوي، دغه راز حکومت بیا بیا ویلي چې ښوونځیو او پوهنتونونو ته د نجونو د تګ لپاره د شرایطو په چمتو کولو هم کار کوي، ترڅو نصاب یې اصلاح، ټولګي يې بېل او چاپېریال یې ورته مناسب کړي، خو دا ټول کارونه له بده مرغه ځینې هغه افغان ضد کړۍ چې په بهرنیو هېوادونو کې مېشتې دي او دغه راز غرب په ډېر منفي ډول تعبیروي.

غرب او په غرب کې مېشتو افغان ضد کړیو پر دې ټولو پرمختګونو سترګې پټې کړي او لګیا دي هره ورځ په دې نوم د افغانانو په منځ کې د بې باورۍ خپرولو لپاره یې خولې خلاصې کړې دي.

په لومړي قدم کې په غرب کې مېشتې افغان ضد کړۍ چې تېر شل کلونه د ټوپک او غرب پر ضد د ولس پر ستوني پل اېښې و، لوی دې له ځانه وپوښتي چې دوی په تېرو شلو کلونو کې د میلیاردونو ډالرو باوجود له تعلیمي سیستم سره څومره خیانتونه وکړل؟ د ښوونځیو او لوړو زده کړو له درکه یې څومره رشوتونه واخیستل؟ په تعليمي سیستم کې د پردیو ارزښتونو د ځای پر ځای کولو لپاره یې څومره خوش خدمتۍ وکړې ترڅو خپله ټولنه هم د زوال کندې ته پورې وهي.

اوسنی حکومت خو لګیا دی، ستاسې هغه کرلي اغزي لېرې کوي، له غربه راوړي پلید ارزښتونه چې تاسې په نصاب او تعلیمي سیستم کې ځای پر ځای کړي وو، هغه لېرې کوي، دوی خو غواړي چې د خپلې ټولنې او ارزښتونو مطابق ښوونیزه نظام ولري، ترڅو یې هم ارزښتونه خوندي کړي او هم یې ستونزې حل کړي، تاسې نو ولې چیغې وهئ؟ هغه خپل رشوتونه او خیانتونه مو وجدان نه لړزوي؟ په دویم ګام کې د غرب مسئله ده، دوی خو له ډېرې اوږدې مودې راهیسې زموږ د ارزښتونو د محوه کولو لپاره هم نظامي بریدونه وکړل، هم یې فرهنګي بریدونه وکړل او هم یې په دې برخه کې د افغانانو په منځ کې رواني جګړې ته ډېره لمن ووهله، خو دوی باید پر دې وپوهي چې لکه څرنګه چې په نظامي ډګر کې مات شول، لکه څرنګه چې په فرهنګي ډګر کې مات شول، همداسې به په دې روانه کړې رواني جګړه کې هم ماتېږي.

د مسلمانانو او بیا د افغانانو په توګه زموږ دیني او ملي وجیبه ده، چې لومړی خو د خپلې ټولنې ارزښتونه، دودونه او حساسیتونه ښه درک کړو، دویمه مسئله دا ده چې حکومت په ټوله کې تعلیم او بیا په ځانګړې توګه د نجونو د تعلیم مخالف نه دی، دا یې په ښکاره او څرنګه توګه ویلي، دا اوسنی ځنډ یې هم لنډمهاله دی او موخه یې هم د ښو په زموږ د ارزښتونو په رڼا کې د تعلیمي خدمتونو وړاندې کول دي.

ولس لکه څرنګه چې تر اوسه د خپل دولت ترڅنګ ولاړ و او دی، باید د دا ډول رواني جګړې قرباني نه شي، دوی باید په هر حالت او هر ډول شرایطو کې د خپل حکومت ترڅنګ ودرېږي او غرب ته د تېر په څېر بیا هم نه ووايي او د دوی په شومو لومو او دام کې ځان راګېر نه کړي.

یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version