د ټولګټو وزارت ویاند محمد اشرف حق‌شناس وايي، تېره اوونۍ د یاد وزارت د اوسپنې پټلیو له لارې ۱۵۷ زره او ۹۹۹ مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

د نوموړي په وینا، ‏په دغه موده کې تر ټولو ډېر انتقالات د حیرتان، تورغونډۍ، آقېنې او هرات-خواف بندرونو له لارې شوي.

حق‌شناس زیاتوي، چې ‏د انتقالاتو له منځه ۱۲۶ ټنه صادرات دي، چې لویه برخه یې وچې مېوې تشکیلوي.

نوموړي ډاډ ورکړی، چې ټولګټو وزارت هڅه کوي، ترڅو د لا زیاتو انتقالاتو لپاره مناسب شرایط برابر کړي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version