د ټولګټو وزارت وايي، تېره اوونۍ د یاد وزارت د اوسپنې پټلیو له لارې ۱۵۵ زره او ۳۴۵ مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

له یاد وزارت څخه د خپرو شویو معلوماتو له مخې، ‏په دغه موده کې تر ټولو ډېر انتقالات د حیرتان، تورغونډۍ، آقېنې او هرات-خواف بندرونو له لارې شوي.

وزارت زیاتوي، چې ‏د انتقالاتو له منځه ۳۸۶ ټنه صادرات دي، چې لویه برخه یې وچې مېوې او قیمتي ډبرې تشکیلوي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version