د ټولګټو چارو وزارت خبر ورکړی، چې په تېره یوه اوونۍ کې (د حوت له ۱۵مې تر ۲۱مې) نېټې پورې د دغه وزارت د اوسپنې پټلۍ له لارې ۱۷۸ زره او ۴۲۱ مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

د یاد وزارت په وینا، ‏دغه انتقالات د حیرتان، تور غونډۍ، اقېنې او هرات-خواف بندرونو له لارې شوي دي.

سرچینې زیاته کړې، چې ‏د انتقالاتو له منځه ۱۰۹۰ ټنه صادرات دي، چې لویه برخه یې وچه مېوه او د انارو جوس تشکیلوي.

دټولګټو وزارت ویلي، هڅه کوي د اوسپنې پټلیو له لارې سوداګرو ته د توکو د لېږد رالېږد لپاره لا زياتې اسانتياوې برابرې کړي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version