د عامې روغتیا وزارت خبر ورکړی، چې په تېر یوه کال کې هېواد کې په نشهیي توکو ۲۸۰زره روږدو کسانو ته روغتیایي خدمات وړاندې شوي دي.
دغه خدمات د روږدو درملنې ملي برنامې ریاست له لوري د هېواد په مرکز او ولایتونو کې د روږدو ناروغانو د هر اړخیزې درملنې په موخه وړاندې شوي؛ څو روږدي له نشه يي توکو خلاص او خپل عادي ژوند ته وګرځي.
عامې روغتیا ویلي، هڅه کوي تر څو د روږدو ناروغانو لپاره هر اړخیز خدمات لا پراخ او هم د نشه يي توکو مخنیوي په موخه د عامه پوهاوي پروګرامونه پراخ کړي.
د ویلو ده چې د پرځول شوي جمهوریت پر مهال په دولتي کچه د پراخ فساد او خپلسریو له امله سلګونه زره کسان چې ښځې او ماشومان هم پهکې شامل وو، په نشهیي توکو روږدې او د ټولنې پر اوږو بار ګرځېدلي وو.
د ا.ا په بیا راتګ او هېواد کې د سرتاسري سولې له ټینګښت وروسته د دغو روږدو درملنه پیل شوې، د نشهیي توکو کښت نږدې له منځه تللی، لسګونه زره روږدي بېرته له خپلو کورنیو سره یو ځای شوي او د زرګونه نورو درملنه روانه ده.
