د خیبر پښتونخوا درېیو سیاسي ګوندونو په افغانستان کې د پاکستان پوځي رژیم له لوري د ملکي وګړو مرګ ژوبله غندلې او له کابل او اسلام اباد څخه يې غوښتنه کړې، چې د خبرو له لارې ستونزې حل او له جګړې لاس واخلي.

د خیبر پښتونخوا د ملي عوامي ګوند او د پاکستان د اپوزیسون مشر محمود خان اڅکزي، د ملي ډیموکراټیک غورځنګ مشر محسن داوړ او د پاکستان د پارلمان غړي او د خیبر پښتونخوا د ملي عوامي ګوند غړي خوشحال کاکړ په یوه لاسلیک شوې اعلامیه کې دا جګړه یوه نا اعلان شوې جګړه یاده کړې ده.

يادو ګوندونو د اندېښنې په څرګندولو سره ویلي، چې که دا جګړه دوام وکړي؛ نو نور ملکي کسان به هم له زیان سره مخ شي.

دغو ګوندونو د يادې اعلامیې له لارې پر پاکستان غږ کړی، چې د سترو قدرتونو د تاوتریخوالي پروژې دې ودروي او له افغانستان سره دې سوله يیزې او باثباته اړیکې رامنځ ته کړي.
#هندوکش‌غږ

ځواب پریږدئ

Exit mobile version