د ټولګټو چارو وزارت ویاند خبر ورکړی چې تېره یوه اوونۍ (د زمري له لسمې تر ۱۶مې) نېټې پورې د یاد وزارت د وسپنې پټلۍ له لارې ۱۰۳ زره ۲۶۳ مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

د یاد وزارت ویاند زیاته کړې، چې په دې موده کې د حیرتان بندر له لارې ۶۸ زره او ۲۲۷ ټنه، د آقینې بندر له لارې شپږ زره ۴۹ ټنه، د تورغونډۍ بندر له لارې ۱۶زره او ۵۳۷ ټنه او د خواف –هرات له لارې ۱۲ زره او ۲۵۰ ټنه انتقالات شوي، چې په‌کې نفتي او غیر نفتي مواد شامل دي.

د نوموړي په خبره، د انتقالاتو له یادي شمېرې یوه برخه صادرات دي، په تېره یوه اوونۍکې ۵۹۷ ټنه صادرات شوي، چې لويه برخه یې وچه میوه او د انارو جوس دي.

نوموړي ډاډ ورکړی، چې ټولګټو چارو وزارت هڅه کوي، ترڅو د لا زیاتو انتقالاتو لپاره مناسب شرایط برابر او سوداگرو ته لا زياتې اسانتياوې برابرې کړي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version