د عامې روغتیا وزارت ویلي، چې په تېر ۱۴۰۴ کال کې د ستوماتولوژي ملي او تخصصي روغتون کې ۵۱زره او ۸۲۶ بریالي جراحي عملیاتونه ترسره شوي دي.
سرچینې زیاته کړې، د یادو عملیاتونو له ډلي ۱۱ سوه او ۳۱ ستر عملیاتونه او ۵۰زره او ۶۹۵ واړه عملیاتونه دي، چې د مجربو، متخصصو او مسلکي ډاکټرانو له لوري ترسره شوي دي.
د خپرو شویو معلوماتو له مخې، په همدې موده کې ۱۴ سوه او ۲۹ تنه ناروغانو ته داخل بستر او نږدې ۱۱۰ زره تنه مراجعینو ته خارج بستر (OPD) روغتیايي خدمات وړاندې شوي دي.
د عامې روغتیا وزارت ویلي، دا جراحي عملیاتونه د مسلکي اصولو او روغتیايي معیارونو په رعایت سره ترسره شوي چې د یاد روغتون د تخنیکي او تخصصي ظرفیت څرګندونه کوي.
#هندوکشغږ
