ټولګټو وزارت ویاند محمد اشرف حق شناس وايي، تېره یوه میاشت کې د دې وزارت د اوسپنې پټلیو له لارې ۶۸۴ زره او ۱۰۲ مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

د نوموړي په وینا، ‏په یاده موده کې تر ټولو ډېر انتقالات د حیرتان، تورغونډۍ، آقېنې او هرات-خواف بندرونو له لارې شوي.

حق‌شناس زیاته کړې، چې ‏د انتقالاتو له منځه ۱۵۸۱ ټنه صادرات دي، چې لویه برخه یې وچه مېوه قیمتي ډبرې او د انارو جوس تشکیلوي.

نوموړي ډاډ ورکړی، چې ټولګټو وزارت هڅه کوي، ترڅو سوداګرو ته د لا زیاتو انتقالاتو لپاره مناسب شرایط برابر کړي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version