د کاناډا لومړي وزیر مارک کارني په تازه څرګندونو کې ویلي، چې هېواد یې هوډ لري د ۲۰۲۵ کال په سپټمبر میاشت کې د ملګرو ملتونو په عمومي(۸۰مه )غونډه کې فلسطین په رسمیت وپېژني.

کارني زیاته کړې، اصلاحاتو ته د فلسطین د ژمنتیا لپاره د فلسطین د رسمیت پېژندنې په موخه د کاناډا نیت ډېر مهم دی.

د کاناډا لومړي وزير همدا راز غزه کې د اسرائيلي رژيم له لوري روانه نسل وژنه غندلې او د ژر تر ژره پای ته رسولو غوښتنه يې کړې ده.

ياده دې وي، تر کاناډا وړاندې فرانسې، بريټانيا او ګڼ شمېر نورو هېوادونو هم په نژدې راتلونکي کې د فلسطين د رسميت پېژندنې اعلان کړی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version