د صهیونیستي رژیم هاارتص ورځپاڼې راپور ورکړی، چې په تېرو ۲۹ ورځو کې غزه کې د جګړو پر مهال لږ تر لږه ۲۰ صهیونیستي پوځیان وژل شوي دي.

د دې خبر په تائید سره د صهیونیستي رژیم د پوځ راډیو هم ویلي، چې غزه کې د اوربند له ماتېدو وروسته ۳۰ صهیونیستي پوځیان وژل شوي دي.

ویل شوي چې د دغو پوځيانو ډېره برخه په چاودنو او هدفي بریدونو کې وژل شوي دي.

د یادونې وړ ده، چې په دې وروستیو اونیو کې نږدې هره ورځ غزه کې صهیونیستي پوځیان د فلسطیني ځواکونو تر برید لاندې راځي؛ خو صهیونیستي چارواکي یې د مرګ‌ژوبلې په اړه ډېر کم جزئیات خپروي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version