د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ویلي، چې پرون له ایران او پاکستانه ۳۵۵ افغانې کورنۍ په خپله خوښه او جبري توګه اېستل شوې دي.

د ياد وزارت په خپاره شوي راپور کې راغلي چې، دغه کورنۍ د کندهار، هرات، ننګرهار او نیمروز ولایتونو له لارې راستنې شوې چې پر اړمنو کورنیو لازمې مرستې هم وېشل شوې دي.

ایراني چارواکو په دې وروستیو کې پر افغان کډوالو کړۍ ډېره تنګه کړې او افغان کډوال د هغه هېواد د پولیسو له‌خوا نیول کېږي، هر څه ترېنه تروړل کېږي او تش لاس خپل هېواد ته رالېږل کېږي.

 په ایران او پاکستان کې مېشت افغان کډوال له اسلامي امارت غوښتنه کوي، چې د ډیپلوماټیکو لارو په کارولو سره دې د دوی ستونزې له کوربه هېوادونو سره هوارې کړي.

بلخوا بيا اسلامي امارت تل ډاډ ورکړی چې په بهرنيو هېوادونو کې به د افغان کډوالو ستونزو ته رسېدنه کوي، او بار بار یې د اړوند هېوادونو له چارواکو سره پرې خبرې کړې دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version