د کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت په يوه خبرپاڼه کې خبر ورکوي چې د نمیروز ولایت اړوند د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیریت مسؤلینو د یاد ولایت چخانسور ولسوالۍ کې د یو لړ پلټونکو عملیاتو په ترڅ کې ۹۷ کیلوګرامه شیشه کشف او نیولې ده.
د ياد معينيت خبرپاڼه زياتوي چې يادې پېښې په تړاو يې دوه شکمن کسان هم نیولي چې له لومړنيو پوښتنو وروسته به یې عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپاري.
همدارنګه د کورنيو چارو وزارت د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې معينيت بيا په يوه بل خبر کې کابل ولایت کې د نشه يي توکو د پلور، استعمال او انتقال په تړاو نیول د ۱۲ کسانو له نيولو هم خبر ورکوي.
ياد معينيت زياتوي چې د کابل ولایت اړوند د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیریت منسوبینو د کابل ښار د مختلفو ناحیو له مربوطاتو څخه د بېلابېلو عملیاتو په ترڅ کې ۱۲ کسان د نشه يي توکو د پلور، استعمال او انتقال په تړاو نیولي دي.
او په وينا یې له نیول شوو کسانو څخه ۵۲۵ ګرامه چرس، ۳۵۶ عدده نشه يی ګولۍ او مختلف النوع نشه یي توکي هم ترلاسه شوي دي.