د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیالۍ وایي، چې د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د ۵۸۰ میلیونه ډالرو په ارزښت د هېواد وچې او تازه مېوې بهرنیو هېوادونو ته صادرې شوې.
سرچینه زیاتوي، چې دغه صادرات هند، روسیه، چین، ازبکستان، سعودي عربستان، قزاقستان، قطر، ایران، عراق، متحده عربي امارات، پاکستان، تاجیکستان او یو شمېر نورو هېوادونو ته شوي دي.
د اقتصادي مرستیالۍ د خبر له مخې، انځر، پسته، بادام، جلغوزه، چهارمغز، ممیز، انګور، زردالو، انار، مڼې، خټکي، هندواڼې، ناک، ګیلاس د صادراتو لویه برخه تشکیلوي.
اقتصادي معاونیت زیاته کړې، دغه صادارت د ځمکنیو بندرونو او د هوایي دهلېزونو له لارې ترسره شوي دي.
اقتصادي معاونیت وایي افغان حکومت تېرو څلورو کلونو کې د سوداګرۍ د پراختیا لپاره د اوسپنې شبکې پراختیا، د هېواد مهمو لارو بیارغول او یو شمېر نورو هېوادونو سره د افغانستان د هوایي دهلېزونو بیا فعالولو برخه کې رغنده اقدامات کړي دي.
