الجزیرې راپور ورکړی، چې د حماس او الجهاد الاسلامي په شمول د فلطسین ټولو وسله والو غورځنګونو ویلي، چې دوی به هيڅکله اجازه ور نه‌کړي، چې غزه د امريکا تر ادارې لاندې شي.

د سرچينې په خبره دې اسلامي او جهادي غورځنګونو د امريکا له لوري د غزې وضعيت په اړه پر وړاندې شوي پرېکړه ‌ليک نیوکه کړې او ويلي یې دي، چې دغه پرېکړه‌ ليک مبهم عبارتونه لري او د فلسطيني ملت حقوقو ته هيڅ تضمين نه وړاندې کوي.

غورځنګونو زياته کړې، چې د سولې شورا جوړښت، پرته له واضحو مکلفيتونو، د اشغال نوې بڼه جوړولی شي او له همدې امله د امريکا او اسرائيل دريځ د منلو وړ نه دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version