د احصایې او معلوماتو ملي اداره وايي، د روان ۱۴۰۴ لمریز کال په لومړیو شپږو میاشتو کې یې د ټول هېواد په کچه یو میلیون ۶۶ زره او ۶۷ برېښنایي پېژندپاڼې وېشلې دي.

د ادارې د معلوماتو له‌مخې، له دې شمېرې ۸۰۴ زره او ۷۸۹ نارینه‌وو او ۲۶۱ زره او ۲۷۸ ښځینه‌وو ته تذکرې ورکړل شوې دي.

د یادې ادارې په وینا، په یاده موده کې تر ټولو ډېرې پېژندپاڼې، چې شمېر یې نږدې ۳۰۷ زرو ته رسېږي، په کابل کې ویشل شوې دي.

د احصایې او معلوماتو ملي اداره زیاتوي، چې د برېښنایي پېژندپاڼو د وېش له پیل راهیسې تر اوسه ۱۶ میلیونه او ۵۶۱ زره هېوادوالو ته تذکرې ویشل شوې دي.

د یادونې ده، چې یادې ادارې همدا تېره ورځ د پېژندپاڼو د وېش، تائید او اصلاحي خدمتونو برخه کې د نویو اسانتیاوو د رامنځته کېدو خبر ورکړی و.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version