د بامیانو د اطلاعاتو او کلتور رییس مولوي صفيالله رائد وايي چې، د روان لمریز کال له پیله تراوسه، په تېرو پنځو مياشتو کې بامیانو ته څه باندې ۱۵۰ زره سیلانیانو سفر کړی دی.
ښاغلی رائد زیاتوي چې د دغو سیلانیانو له ډلې یې د بهرنیانو په ګډون ۳ زره سیلانیانو، یوازې د دغه ولایت له تاریخي ځایونو لیدنه کړې ده.
همدارنګه ښاغلی رائد وايي:«د کال له پيله تراوسه ۱۵۰ زره سیلانیانو د بامیان له طبیعي ځایونو لیدنه کړې او د بهرنیانو په ګډون ۳ زره نورو سیلانیانو د بامیان له لرغونو ځایونو لیدنه کړې ده.»
ځينې سیلانیان بیا بامیان ولایت ته د غځېدلو لارو د امنیت له ټینګښت خوښ دي؛ خو له حکومته غواړي، چې د اسانتیاوو پر برابرولو سربېره، د بامیان- بند امیر سړک په بنسټیز ډول ورغوي.
د بند امیر ملي پارک په شاوخوا سیمو کې لسګونه کسان د کوچنیو پانګونو او سوداګريو پر مټ د خپلو کورنیو ورځني لګښتونه تامینوي او په وينا یې بند امير ته د ډېرو راتلونکو سیلانیانو په راتګ یې کاروبار ښه کېږي.
د نورو طبیعي جاذبو ترڅنګ، د بند امیر ملي پارک د اوړي په موسم کې د سیلانیانو لپاره یو له مهمو تفریحي سیمو شمېرل کېږي.
د بند امیر اوسېدونکي وایي، چې د ژوند ډېری لګښتونه په دغه پارک کې سیلانیانو ته د خدمتونو وړاندې کولو له لارې پوره کوي.