د پوهنې وزارت ویلي، چې په تېرو پنځو کلونو کې د هیواد په کچه د ۱۳۶۸ ښوونځیو او دیني مدرسو لپاره نوې ودانۍ جوړې شوي او د ۴۱۶۰ نورو ښوونځیو او مدرسو ودانۍ ترمیم او بیارغول شوې دي.
د وزارت د معلوماتو له مخې، د روان ۱۴۰۵ ښوونیز کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د ۴۲ نورو ښوونځیو او مدرسو د نویو ودانیو د بنسټ ډبرې اېښودل شوې او په همدې موده کې د ۱۶۰ ښوونځیو او مدرسو د ودانیو د ترمیم او بیارغونې چارې بشپړې شوې دي.
د وزارت په خبره، د دغو ودانیو له جوړېدو او بیارغول کېدو سره لسګونو زرو زدهکوونکو ته د زدهکړو مناسب، خوندي او معیاري چاپېریال برابر شوی دی.


