د فلسطین روغتیا وزارت راپور ورکړی، چې له تېرو ۲۴ ساعتونو راهیسې ۱۸ فلسطینیان د سختې لوږې او قحطۍ له امله شهیدان شوي دي.
راپور زیاتوي، له دې سره د لوږې له امله د شهیدانو شمېر ۸۶ تنو ته رسېدلی، چې له ډلې یې ۷۶ ماشومان دي.
ویل شوي د شهید شویو ماشومانو ډېره برخه د غزې د شمال اوسېدونکي وو، چېرې چې ۱۷ زره نور ماشومان هم د لوږې له امله له شدیدې خوارځواکۍ سره مخامخ دي.
د یادونې ده، چې تېره شپه د افغانستان سرپرست حکومت د یوې اعلامیې په خپرولو سره د نړۍ پر اسلامي هېوادونو او دخیلو لوریو غږ وکړ، چې هر څه ژر باید غزې ته د بشري مرستو د لېږد زمینه برابره او دغه کړاو ته د پای ټکی کېږدي.