د اسرائيلي رسنیو د راپور له مخې، «د دان ماندل» په نوم اسرائیلي سرتېری، چې څو ورځې وړاندې یې د ځان وژنې هڅه کړې وه او ټپي شوی و، مړ شوی دی.
راپور زیاتوي چې له دې سره، د روان میلادي کال له پیل راهیسې تر دې دمه ۱۸ اسرائیلي سرتېرو ځان وژنه کړې ده، په داسې حال کې چې تېر کال په همدې موده کې دا شمېر ۹ تنه و.
د يادونې وړ ده، چې غزه کې په جګړه بوخت له پنځوس سلنې ډېر اسرائيلي عسکر له بېلابېلو روحي فشارونو سره مخامخ دي او د نتنياهو له کابينې غواړي چې جګړه پای ته ورسوي.